Posted by : Electronic Book Sunday, December 22, 2019


همدا شېبه يې وړیا ډانلوډ کړي
#کتاب : #اقتصاد_او_تجارت_اصطلاحات
#لیکوال : #پوهنیار_عبدالله_عادل او # امان الله_ورین
#خپرندوی : #www.nu.edu.af
#کال : #1394
#پاڼي : 518
#دانلود : https://110735805-625483656916448673.preview.editmysite.com/uploads/1/1/0/7/110735805/%D8%A7%D9%82%D8%AA%D8%B5%D8%A7%D8%AF_%D8%A7%D9%88_%D8%AA%D8%AC%D8%A7%D8%B1%D8%AA_%D8%A7%D8%B5%D8%B7%D9%84%D8%A7%D8%AD%D8%A7%D8%AA.pdf
#ژبه : #پښتو
#اندازه : 7.66 MB
#تفصیل    : د اقتصاد د اصطلاحاتو دا #قاموس
دننګرهارپوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد ښاغلي پوهنیار عبدالله  عادل او ښاغلي امان الله ورین په زیار لیکل شوی دا قاموس )اقتصادي اصطلاحات( یوه ډېره مهمه او ارزښتناکه هڅه ده، چې په پښتو ژبه د لومړي ځل لپاره د یو منظم اقتصادي قاموس په بڼه لیکل شوی او خپریږي .
داوسنی نړۍ چټکو پرمختګونو، بدلونونو او نوښتونو د بشر ژوند او د اقتصاد چاپیریال ته ډیر ژور بدلون ورکړی، چې دا چټک بدلونونه د ژوندانه په هره برخه کې له ورایه احساسیږي .د نوی تکنالوژۍ او برښنایې چاپېریال په رامنځته کېدلو سره اوسمهال سربیره په مخکېنیو اصطلاحاتو ،نوي مفاهیم او اصطلاحات د ورځنیو بحثونو لویه برخه جوړوي، نو د اقتصادپه برخه کې د دغه ډول قاموسونو، نه یوازې لیکل ، بلکې تازه کول هم یوه اړتیا ده. زموږ دوطن او خلکو لپاره دا له خواشینۍ کمه نه ده، چې په نویو ساینسي علومو او پوهنو کې کارنده اثار لږ لري او یایې نه لري او اوس چې په وطن کې د پرمختګ او ترقۍ یو نسبتا چټک پړاو پیل شوی، یقیناً چې  ښه موقع ده او په دې برخه کې ډېر څه کول په کار دي، اړینه ده چې دمهمو عصري پوهنو په برخه کې آثار ولیکل شي او یا هم وژباړل شي تر څو ځوان نسل ته وړاندې شي.د اقتصاد د اصطلاحاتو دا قاموس د همدغو هڅو یوه ښه نمونه ده او دویاړ ځای دی، چې زموږ د پوهنتون یو استاد او ملګری یې په دې بریالي شول، چې په منظم ډول دغه تشریحي قاموس ولیکي، ترتیب یې کړي او بیا یې خپراوي ته مټې رابډوهي، د اقتصاد د اصطلاحاتو دغه قاموس مې له سره ترپایه وکوت، ډېر نوي اصطلاحات او خبرې مې مخې ته راغلې چې د لوستونکو تنده پرې ماتیدای شی.





#ebook28

#Book #Books #Library #Bookstore #Free #Persian #Pashto #English    #Freebook  #Author #translator #ebook
#کتاب # کتابها #کتابخانه #کتابفروشی #کتابتون #کتابونه #رایگان #وړیا #وړیاکتابونه #دری #فارسی #پښتو #انگلیسی #نویسنده #لیکوال #الکترونیکی_کتابتون#        #الکترونیکی


{ 1 comments... read them below or add one }

  1. وروه داخو لینگ نه لری سنگه یی ڋانلوڋکڔو

    ReplyDelete

- Copyright © Electronic Book - Blogger Templates - Powered by Blogger - Designed by Johanes Djogan -